د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په نهمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې په برازيل کې د جنورۍ د اتمې نېټې د تاوتريخوالي پېښو ته ډېره پاملرنه کړې او پر دولتي ادارو هر ډول بريد غندي او کلک مخالفت يې کوي.
وانګ ون بين ويلي، چې برازيل د چين هراړخيز ستراتيژيک ملګری دی او هېواد يې د برازيل د حکومت له لوري د حالاتو د ارامولو، د ټولنيز نظم د ټينګښت او د ملي ثبات د ساتلو له تدبيرونو ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې، چې د ولسمشر لولا داسيلوا په مشرۍ د برازيل حکومت به د هېواد ملي ثبات او ټولنيزه همغږي وساتي.