د ا.ا سرپرست حکومت د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې یې موقتي ګام اخیستی او کله چې زمینه برابره شي، دا اندېښنه به لرې شي. د ا.ا ویاند پر خپله ټويتر پاڼه لیکلي چې د افغانستان ا.ا د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه له اعلامیې څخه هرکلی کوي. هغه زیاته کړې، نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. مجاهد ویلي، د ښځو د زده کړو په اړه د دغه سازمان اندېښنې د درک وړ دي، خو ا.ا په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندېښنه رفع شي. نوموړي ویلي، ا.ا له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له ا.ا سره له نږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي. دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هم کاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه بيړنۍ غونډه کړې وه. د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وکړ او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار پر بندیزونو یې ژوره اندېښنه وښوده.





























