د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا هېواد ژمن دی چې له هغو امریکايي اتباعو او افغانانو سره چې په امریکا کې مېشت دي مرسته وکړي څو د خپلو کورنیو له هغو غړو سره یو ځای شي چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یو ټویټ کې ویلي چې د هغو افغانانو بېرته یوځای کېدل چې د کورنۍ غړي یې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. هغه ویلي چې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره امریکا نوې فورمې معرفي کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو د یوځای کېدو لپاره لومړی ګام امریکا ته د کډوالۍ د بهیر پیلول دي. خو ځینې کورنۍ ممکن د مرستې په شرایطو برابرې وي چې د امریکا د حکومت لخوا له افغانستان څخه وایستل شي.





























