د شمالي کوریا مشر په نوي کال کې له جنوبي کوریا سره د نورو خبرو کولو غوښتونکې شو. دغه غوښتنه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن ته په یوه استولي لیک کې کړې ده کېم په دغه لیک کې دغه راز په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې ویې نهشو کړای له پلان سره سم د جنوبي کوریا له پلازمېنې څخه کتنه وکړي. سیول هیله ښودلې وه چې دغه سفر د روان کال په پای کې وشي. د کېم د دغه لیک جزئیات د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر نن افشا کړي دي. کېم او مون په روان میلادي کال کې درې ځلي سره کتلي دي.کېم دغه راز روان میلادي کال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم تاریخي کتنه درلوده.