د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې افغانستان سره یې د درې مېلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د وېش بهیر یې پیل کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور محمد سعید آل عیاش د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل. نوموړي افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي استازو د راتګ خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغه سازمان له لوري د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو. خو سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي. حافظ ضیاء ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هیله وښوده چې د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولی شي چې د ستونزو په حل کولو کې پرمختګ وکړي. بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د سعودي دبادشاه سلمان بن عبدالعزیز له ټولنې لخوا شوې او ددوی لخوا په افغانستان کې وېشل کېږي. دغه سازمان ویلي چې دا مرسته به په ۲۵ ولایتونو کې پر شاوخوا ۴۷ زره کورنیو وېشل کیږي او ۲۸۲ زره کسان به ترې مستفید شي.





























