پوتین ویلي تیار دی چې له ټرمپ سره د اړیکو جوړولو په اړه خبرې وکړي. پوتین ټرمپ ته د کرسمس د مبارکۍ له کبله په یوه استولي لیک کې ویلي، روسیه تیاره ده، چې له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي. د پوتین په خبره دی تیار دی، د هغو مسایلو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي چې له کبله یې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. نوموړي ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې پر ټولو نړیوالو مسایلو اغېز لرلی شي نو ښه به وي چې دواړه هېوادونه خپلې اړیکې سره سمې کړي. د امریکا او روسیې ترمنځ له کلونو راهیسې اړیکې ترینګلې دي. ټرمپ غوښتل چې د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې له پوتین سره وګوري، خو وروسته له دې کار په شا شو. سپینې ماڼۍ تر دې دمه د روسيې ددغه غوښتنې ځواب نه دی ویلی.