د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد هیلهمنه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د ا.ا لهخوا لګېدلي بندیزونه به یو څه لرې شي. امنې محمد له سيانان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د ټولو لورو فشارونو ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لرې کېدل ممکن دي. امنه محمد پر افغان نجونو او ښځو د ا.ا لهخوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي. په افغان نجونو او ښځو د ا.ا د بندیزونو ور هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امنه محمد یخنۍ او لوږه هغه دوه لاملونه بولي چې د دې په خبره، د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی.





























