د راپورونو له مخې د پارلمان اکثریت څوکۍ د بنګلدیش ملي ګوند ګټلې دي. شیخ حسینه ددغه ګوند مشره او د بنګلدیش لومړۍ وزیره ده. نوموړې خپلو پلویانو ته د ټاکنو د ګټلو له امله مبارکي ورکړې ده. بل پلو په بنګلدیش کې په پرونیو ټاکنو کې سخت اخ ډب هم رامنځ ته شوی دی. راپورونه وایي چې د بېلو ګوندونو د پلویانو ترمنځ په اخ ډب کې تر ۱۷ پورې کسان وژل شوي دي. د شیخ حسینې مخالفین بیا وایي، چې ټاکنې عادلانه او شفافې نه وې او اوسني حکومت پکې لاسوهنې کړې دي. تر اوسه د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې خو لومړنۍ پایلې ښيي چې له ۳۰۰ پارلماني څوکیو اکثریت یې د شیخ حسینې ګوند ګټلې دي.