امریکايي سناتور لنډسي ګراهام وایي له سوریې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه یې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړې دي. دده په خبره ټرمپ ډاډ ورکړی چې په سوریه کې به دداعش ډله ختموي. ګراهام تر دې وړاندې د ټرمپ پر دې پرېکړه نیوکه کړې وه، چې له مخې یې باید له سوریې خپل ځواکونه وباسي. دده په وینا که له سوریې امریکایي ځواکونه وځي، نو دغه هېواد به د جګړو په ډګر او دداعش ډلې د پياوړي کېدو پر ځاله بدل شي. خو ګراهام وایي چې د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې سره سره ټرمپ ډاډ ورکړی چې په سوریه کې به داعش ختموي او ددغه ډلې له منځه وړلو ته ژمن دی.