په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګریو له لارې افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو او یو کلنو ویزو د ورکولو لړۍ چټکوي. نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې یې پنځو استازولیو افغان سوداګرو ته ایران د ورتلو لپاره ۶ میاشتۍ او یو کلنې ویزو ورکولو بهیر ګړندۍ کوي. ویل کیږي، چې دا ګام د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره پورته شوی دی.



































