د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل وايي، هېواد به يې په ۲۰۱۹ کال کې په نړیوالو مسایلو کې لا زیات مسوولیتونه پر غاړه واخلي. مېرکل د نوي کال په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې جرمني به د نړۍ د سختو مسئلو لپاره پر نړیوالو حللارو خپل ټینګار ته دوام ورکړي. مرکل داسې وخت د نوي کال پیغام تر ډېره پر نړیوالو مسئلو متمرکز کړی چې ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یعنې سبا جرمني د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوه کلنه مشري پر غاړه واخلي. د جرمني لومړۍ وزیرې په خپل پیغام کې، د اقلیم بدلون، مهاجرت او د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه هغه ستونزې بللې چې جرمني او نوره نړۍ ورسره مخ ده.