د رونټیا نړیوال سازمان نوې ارزونه ښيي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې ۲۴ درجې صعود کړی دی. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی. خو ا.ا له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړیوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ګڼي. د ا.ا ویاند ویلي، هغوی له لرې قضاوت کوي ښايي په اوازو اتکا ولري له نږدې مطالعه نه لري او له نږدې موضوع کره نه څېړي، نو هغه محاسبې او شمېرې دومره د اعتبار وړ نه دي. افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د سپاړسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په دغه نوملړ کې ۱۷۴م ځای درلوده او له څه باندې لسو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې وو.



































