د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وایي، چې د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال محمد عمر په یوه ماین چاودنه کې ووژل شو. ښاغلی هجري زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۱۰ بجې د تخار د والي د دفتر مخ ته رامنځته شوی او ماین د ښاغلي عمر په موټر کې ځای پر ځای شوی و. د ده په وینا په دغه چاودنه کې درې تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.