د ملي يووالي حكومت اجراييه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د برېښنا كموالى، خامه سړكونه، د شنې سيمې نه شتون او ځينې نورې ستونزې د كابل ښار د هوا د ككړتيا سبب شوې دي. نوموړي نن د وزيرانو شورا په غونډه كې وويل، د كابل ښار د برېښنا د كموالي ستونزې د حل لپاره به د پلچرخي له برېښنا كوټه دغه ښار ته ۸۰ مېګاواټه اضافي برېښنا وركړل شي. عبدالله د چاپېريال ساتنې له ملي ادارې وغوښتل، چې د كابل ښار د هوا ككړتيا د مخنيوي لپاره لازم اقدامات ترسره كړي. دا په داسې حال كې ده، چې د ژمي په را رسېدو سره د كابل ښار هوا ډېره ككړه شوې او د ښاريانو اندېښنې را پارولې دي.