د افغان طالبانو پلاوی له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د طالبان استازي د یکشنبې په ورځ تهران ته تللي او هلته یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي په مشرۍ له ایراني پلاوي سره خبرې کړې دي. د قاسمي دغه خبرې مهمې بللې او ویلي یې دي چې موخه یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرول دي. ایران ته د طالبانو د پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې تهران په وروستیو کلونو کې له طالبانو پر ملاتړ تورنېږي. د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور هم له ایران څخه پاکستان ته د راستنېدو پر مهال د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی و.