د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې خونې د چت د پرېوتو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، چې د خونې دېوالونه زاړه وو او تېره شپه د یوې کورنۍ ۶ غړي په کې ویده وو چې خونه پرې راپرېوته. نوموړي وویل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان او د هغوی مور مړه شوي او درې ماشومان ټپیان دي. دهقان وايي چې ټپیان د درملنې په موخه د سیمې روغتون وړل شوي او روغتیایې وضیعت یې د ډاډ وړ دی.