د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون له لوري د افغانستان په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې د فساد تورونه رد کړل او دغه ادعا بې بنسټه وبلله. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش وایي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې دغه وزارت ښې لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې اړین اصلاحات راغلي دي. دانش وایي،، دغه وزارت په خپل قوي مدیریت توانېدلی چې د امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې کړي. د امریکا دفاع وزارت په خپل یوه نوي راپور کې د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه په کمزوري مدیریت، ادارې فساد او له پوځي الوتکو په ناوړې ګټې اخیستنې تورن کړي. په راپور کې راغلي چې د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه د اداري فساد او کمزوري مدیریت له امله له ۶۷۰ میلیونو افغانیو ډېر جریمه شوي دي.