په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې د مشخص کېدو هرکلى وکړ. د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنې به د ولسوالۍ شوراګانو، ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې له ځنډېدلو ټاکنو سره يوځاى د چنګاښ میاشتې په ٢٩مه وشي. يوناما نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې باور لري دغه نېټه له فعالانو، مدني ټولنې او حکومت سره تر مشورې وروسته مشخصه شوې ده. يوناما د راتلونکو ټاکنو د بشپړ جدول د خپرولو او په ټول بهير کې د معلوماتو پر شريکولو ټينګار کړى دى. ولسمشرۍ ماڼۍ پرون وويل چې حکومت به د دغو څلورو ټاکنو لپاره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همکاري وکړي. تردې مخکې په پام کې وه چې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمريزکال د حمل میاشتې پر ٣١مه نېټه وشي.