د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي مطیع الحق خالص د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسول سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان لا هم له بشري ناورین سره مخ دی او نړۍ کې نورې رامنځته شوې پېښې باید له افغانستان سره د بشري مرستو د جلب مخه ونه نیسي. نوموړي ویلي، چې چې ۱۰ ميليونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري. په دې لیدنه کې د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسول له افغاني سرې میاشتې څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.



































