دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

له خپل کار او مسلک سره مو مینه پيدا کړئ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

جنوري 1, 2019
in لیکنې
0 0

ډېری خلک له خپل مسلک څخه ناخوښ وي. مختلف دلايل دي چې خلک له خپل مسلک سره بې مينې وي او هر مازديګر له يو عالم سټرېس او فشار سره کورونو ته درومي. سټرېس او فشار د دې لامل ګرځي چې انسان بې حوصلې او بدخلقه شي او له کورنۍ سره يې تل په هره خبره جنجال وي.

په اوسني وخت کې د دندې پيدا کول تر ټولو ستونزمن کار دی چې ډېری ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. يو لامل دا هم دی چې ډېری خلک په هغه کار کې بوخت دي چې اصلاً ورسره مينه نه لري. حقيقت دا دی چې د بېکارۍ او بېوزلۍ په پرتله ډېری خلک دا غوره ګڼي څو هغه کار ته زړه ښه کړي چې په هېڅ ډول يې نه خوښېږي.

ځينې کسان د بې صبرۍ او بې قرارۍ په خاطر له خپل کار څخه رضايت نه لري. هغوی د دې لپاره چې په کاري ځای کې يې ډېر تحرک نشته، له خپل مسلک څخه ستړي کېږي.

البته د دغو ستونزو د حل لپاره ځينې لارښوونې او لارې شته چې د هغو په مرسته کولی شی، خپل کار، مسلک او کاري چاپېريال سره مو مينه او علاقه ډېره کړی. په دې مقاله کې دغو لارښوونو ته په لنډه توګه اشاره کوو:

۱– تل د کار مثبت اړخونو ته وګورئ

موږ ډېری کسان عادت لرو چې تل په منفي اړخونو پسې ګرځو. يو وړوکی استراحت او يو لنډ سفر کولی شي چې تاسو ته دا فرصت درکړي، څو د کاري مسایلو په اړه ښه فکر وکړی. بايد د خپل کار پر وړاندې خپل کړه وړه او چلند تر غور لاندې ونيسئ. کله ناکله سټرېس کولی شي چې د دې مخه ونيسي څو ټول اړخونه په ښه ډول وسنجوی.

له ټولو څيزونو سره مثبت چلند، ستاسو ژوند خوږ  او په زړه پورې کوي. هڅه وکړئ چې تل راتلونکي ته هيله من او خوش بينه و اوسی.

۲– له همکارانو سره مو صميمي او رښتينې اړيکې رامنځته کړئ

دا چې له خپل کار سره بې مينې شوی یاست، يو دليل يې دا هم کېدای شي چې له همکارانو سره مو ښې اړيکې نه لری. ډېری خلک هڅه کوي چې په کاري چاپېریال کې جدي و اوسي، ځکه کمال لرونکي وي، خو خبر نه وي چې دا مسئله د دې لامل ګرځي چې يوازې پاتې شي او ټول ترې واټن واخلي.

که غواړئ په خپل کار کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شی، کېدای شي د دې پاتې کېدو یو دلیل همکاران و اوسي. تاسو هغه وخت کولی شی چې له خپل کار سره مينه ولری چې له همکارانو سره مو اړيکې ښې وي.

۳– له لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړئ

کله مو چې يوازينۍ موخه دا وي چې ترفېع وکړی، نو له کار سره به مو مينه او علاقه کمه وي. که غواړی د ادارې د ځينو سياستونو په اړه لا پوه شی، بايد وکولی شی چې له لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړی او هغوی د خپلو نظرياتو په هکله خبر کړی. دا د کاري اوضاع د چټک بدلون او ښه والي لپاره غوره ګام دی.

۴– که دا کار مو نه لرلی، څه مو کول؟

کله مو چې له کاري چاپیریال سره مينه کمېږي، نو يوه غوره پوښتنه چې له ځان څخه يې وکړی، دا ده چې که دلته مو کار نه کولی، نو څه به شوي وای؟ خلک معمولاً دا فکر کوي چې که دا کار يې نه لرلی، حتماً به يې بل ځای کې بوختيا لرله، خو واقعيت بايد ومنئ. بايد ومنئ چې همدا مو کار دی او که دا کار مو نه لرلی، ښايي بېکاره وی.

۵– د ادارې په نورو فعاليتونو کې فعاله ونډه واخلئ

د ادارې د په زړه پورې پېښو او کارونو لپاره داوطلبانه و اوسئ. د همکارانو لپاره د يوې مېلمستيا برابرول کولی شي چې ستاسو کاري سټرېس له منځه يوسي او هم مو له کار سره مينه زياته کړي.

۶– کاري چاپېريال مو ښکلی کړئ

د کاري ځای د ښکلا لپاره مو له مختلفو تزئيني توکو څخه ګټه واخلئ. د کاري ځای ښکلا مو کار ته هڅوي. تاسو کولی شی په کاري ځای کې د کورنۍ غړو انځورنه کېږدی، څو داسې فکر وکړی چې تاسو يوازې د ځان لپاره کار نه کوی.

خوښي او نېکمرغي ستاسو په ليد او درک پورې اړه لري. له کار او کاري چاپېريال سره مينه ستاسو په چلند پورې تړاو لري. مثبت فکر او مثبت عمل وکړئ او خوشحاله ژوند وکړئ.

Share22Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کاپیسا؛ محمودراقي کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو د زیربنايي پروژې چارې پیل شوې

سپتمبر 7, 2026

اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي

سپتمبر 7, 2026

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In