یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په افغانستان کې د داخلي کډوالو وضعیت او اړتیاوې

لیکنه: د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

جنوري 1, 2019
in لیکنې
0 0

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا (OCHA) له لوري په وروستي خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې سږ کال په افغانستان کې د جګړو او وچکالۍ له کبله شاوخوا پنځه نیم لکه افغانان له خپلو سیمو بېځایه ‌شوي دي. راپور دغه راز کاږي چې اوسمهال په افغانستان کې په ټولیز ډول ۶،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو په دې ډله کې ۳،۷ میلیونه یې هغه افغانان دي چې په جدي توګه مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړو او طبیعي پېښو له امله هر کال سلګونه زره افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي. دغه بېځایه‌ شوي افغانان د هېواد ښارونو او یا هم نسبتاً امن سیمو ته ګډوال کېږي چې هلته هم د ډېرو بشري اړتیاوو له کمښت سره مخ وي.

په افغانستان کې د داخلي بېځایه ‌شوو وضعیت، د بېځایه کېدو لاملونه او دا چې په دې برخه کې څه کول پکار دي؟ هغه موضوعات دي چې دلته پرې بحث کوو.

داخلي کډوال

د جګړو او طبیعي پېښو له امله په افغانستان کې د خلکو بېځایه ‌کېدل او نورو سیمو ته کډوالي، له تېرو څو لسیزو راهیسې یو ستره ننګونه ده چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د جګړو له امله د داخلي بېځایه ‌شوو افغانانو شمېره ۱،۲ میلیونو تنو ته ورسېد، خو وروسته په افغانستان کې د امنیت له ټینګېدو سره سم دغه شمېره ۶۵۰ زرو تنو ته راکمه شوه او تر ۲۰۰۶ ز کال پورې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه‌ والي له کبله د داخلي بېځایه ‌شوو شمېر همداسې مخ پر کمېدو و.

له ۲۰۰۷ ز کال وروسته د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ناامنۍ له زیاتوالي سره سم، ورو ورو په کور دننه بېځایه ‌شوي کډوال هم مخ پر زیاتېدو شول چې شمېر یې د ۲۰۱۵ ز کال د مې تر پایه شاوخوا (۹۱۶۴۳۵) تنو ته ورسېد.

دا چې له ۲۰۱۵ ز کال را وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو شو، په هېواد کې یو ډول سیاسي بې ثباتي رامنځته شوه، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب او بېکاري خورا زیاته شوه، نو ورسره جوخت د افغانستان دننه د داخلي ګډوالو شمېر هم زیات شو.

په ۲۰۱۶ ز کال کې په ټولیز ډول شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان د هېواد دننه د جګړو او طبیعي افتونو له امله کډوال شوي وو. دغه شمېره په ۲۰۱۷ ز کال کې ۶۰۰ سوه زرو ته لوړه شوه او د «اوچا» ادارې د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۱۸ ز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۳ سوه زره افغانانو يوازې د جګړو له کبله له خپلو سیمو نورو سیمو ته کډې کړې دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د بېځایه شوو افغانانو دا شمېر که څه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۶،۶ سلنه را کم شوی دی، ځکه تېر کال په همدې موده کې ۴۸۲۹۰۹ افغان له خپلو سیمو کډه شوي وو، خو له يوې خوا اوسمهال د بشري مرستو اړتيا دوه چنده شوې او له بلې خوا په تېرو کلونو کې له خپلو مېنو را کډه شوو افغانانو ته خپلو سیمه ته د بېرته تګ زمینه نه ده برابره شوې. له همدې امله د تېرو کلونو پر بېځایه‌ شوو، کال په کال نور بېځایه‌ شوي هم ور زیاتېږي چې په دې توګه په ښارونو کې یو نوی بحران رامنځته کېږي.

د داخلي کډوالۍ لاملونه

په افغانستان کې د داخلي کډوالۍ د لاملونو په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

جګړه: په هېواد کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامني او وسله‌والې شخړې د داخلي کډوالۍ یو تر ټولو مهم لامل ګڼل کېږي. له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د داخلي بېځایه ‌شوو یوه ستره برخه د هېواد په امنیتي وضعیت پورې تړلې ده. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۱ ز کال کې کله چې د جګړې میدان ګرم و، نو داخلي کډوال هم زیاته وو، خو له دې وروسته بیا تر ۲۰۰۶ ز کال پورې کله چې امنیتي وضعیت ښه شو، داخلي کډوالي هم راکمه شوه. له تېرو څو کلونو راهیسې، په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له راتګ سره له دې امله داخلي کډوال هم زیات شول چې جګړو زور واخیست، د خلکو پر کورونو او کلیو بمبارۍ زیاتې شوې او په لرې پرتو سیمو کې سیمه‌ ییزو زورواکانو او ناقانونه وسله‌ والو د خلکو ځورول پیل کړل.

طبیعي آفتونه: په افغانستان کې د داخلي کډوالۍ یو بل ستر لامل طبیعي آفتونه ګڼل کېږي. د مختلفو طبیعي پېښو، لکه وچکالۍ، سیلابونو یا د ځمکې ښویېدنې له کبله هم د هېواد دننه یو شمېر کورنۍ داخلي کډوالۍ ته مجبورې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا «اوچا» په یوه میاشتني راپور کې چې د ۲۰۱۸ ز کال د اپرېل په وروستۍ نېټه نشر شوی، ویلي چې سږ کال په افغانستان کې وچکالۍ د هېواد په دوه پر درې برخې يا ۲۰ ولایتونو اغېزه کړې او کابو دوه میليونه تنه د خوراکي توکو له سخت کمښت او لوږې سره مخ دي.

بېوزلي او بېکاري: د افغانستان دننه د کډوالۍ یو لامل بېکاري او بېوزلي ده. د بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله د افغانستان د مختلفو سیمو خلک د نورو ولایتونو  ښارونو، په تېره بیا پلازمېنې کابل ته په دې هیله را کډه کېږي چې په ښاري سیمو کې کاري فرصتونه زیات دي، خو له همدې امله په ښارونو کې نفوس زیاتېږي او د نفوس له زیاتوالي سره جوخت مختلفې ستونزې هم را پیدا کېږي.

د خلکو د بېځایه کېدو پایلې

په افغانستان کې له خپلو اصلي مېنو د افغانانو بېځایه کېدل ګڼې ستونزې را ولاړوي. یو هغه ستونزې دي چې په خپله همدې داخلي کډوالو ته متوجه دي او بل هغه ستونزې دي چې د دوی له لوري ټولنې او نورو خلکو ته متوجه وي.

له خپلو اصلي مېنو کډه کېدل له یوې خوا د همدغو کډوالو شته مېنې خاره کوي، هلته یې زراعت او کاروبار له منځه وړي، له بلې خوا دغو کډوالو او د دوی اولادونو ته هم ګڼې رواني او جسمي ستونزې پیدا کوي، ځکه دوی چې د نورو سیمو له حالت سره عادي کېږي، وخت نیسي او په دې توګه له زده‌ کړو او نورو بشري اړتیاوو هم بې‌ برخې کېږي. دغه‌ راز د کورنیو د سرپرستانو بېکاري او بېوزلي د دې سبب کېږي چې دوی درنو کارونو ته مخه کړي او په ښارونو کې د خپلو کورنیو لپاره روزي پیدا کړي. همدا اوس موږ په کابل ښار کې وینو چې سلګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. دوی ډېری د هغو کورنیو غړي دي چې له نورو ولایتونو د جګړو او ستونزو له امله پلازمېنې کابل ته راغلي دي.

له بله اړخه، په ښارونو کې هم د دغو کډوالو ډېرېدل د ګڼو ستونزو د را پیدا کېدو لامل کېږي. د ښارونو ظرفیت کم دی او د نفوس ډېرېدل د دې سبب کېږي چې په ښارونو کې برېښنا او اوبه کمې شي او صحي ستونزې زیاتې شي. دغه راز د نفوس د زیاتوالي له امله امنیتي وضعیت په سمه توګه نه کنټرولېږي او په پایله کې یې جنایي پېښې زیاتېږي.

د داخلي کډوالو په اړه څه کول پکار دي؟

په روانو حالاتو کې د جګړو او تاوتریخوالي او دغه‌راز د وچکالۍ له امله ګڼو افغانانو د ژوند کولو اساسي اسانتیاوې له لاسه ورکړې دي، بشري اړتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي له را رسېدو سره ورځ تر بلې هوا سړېږي او که چېرې اړمنو کسانو ته مرستې ونه رسېږي، ممکن له سخت حالت او ستونزو سره مخ شي. پر همدې اساس اړتیا ده چې افغان حکومت د هېواد دننه بېځایه ‌شوو وګړو ته د ژوند خوندیتوب امکانات برابر کړي. د دې ترڅنګ اړتیا ده چې افغان پانګوال وهڅول شي، څو د مرستو ترڅنګ د بېځایه شوو لپاره کاري فرصتونه هم برابر کړي.

پر دې سربېره اړتیا ده چې افغان حکومت د بېځایه ‌شوو وګړو د اصلي سیمو امن کولو په برخه کې لاس په کار شي، بېځایه ‌شوو افغانانو ته بېرته په خپلو کورونو او سیمو کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي. له دې سره به نه یوازې دا چې د داخلي کډوالو ستونزې حل شي، بلکې په ښارونو کې به هم د ګڼو ستونزو مخنیوی وشي.

له دې ټولو سره سره که څه هم افغان حکومت له بېځایه‌ شوو کورنیو سره د همکارۍ او لاس نیوي په خاطر له کاپي بودجې سره مختلفې ادارې لري او دغه ادارې سره له دې چې له بېځایه‌ شوو سره په مختلفو برخو کې مرستې کوي، خو د نورو دولتي ادارو په شان دغه ادارې هم له فساد څخه پاکې نه دي او له همدې امله ډېری وخت مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

Share11Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In