د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، سږ کال د دغه ولایت د ترکاریو او سبزیجاتو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال پرون ازادي راډیو ته وویل، روان کال د دغه ولایت په ۷ زره او ۲۰ هکټاره ځمکه ترکاري کرل شوې وه چې تر اوسه یې حاصلات ۱۶۵ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
ښاغلي خوشحال وویل، په دغو سبزیجاتو او ترکاریو کې، بادرنګ، تور بادنجان، بامیه، روميان، ګُلپي، کدو، پیاز، کچالو، کاهو، سپینه مُلۍ، مرچک او شلغم شامل دي.
د ښاغلي خوشحال په خبره، له دغه ولایته هره ورځ په لسګونو موټره سبزي او ترکاري کابل او نورو ولایتونو ته انتقالېږي او د یاد ولایت کروندګر له دې درکه ښه عاید ترلاسه کوي چې تر ډېره د دوی ستونزې هم ورسره راکمې شوې دي.