د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، په ۲۰۱۸ ز کال کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو تلفات ډېر زیات وو.
دغه فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې وړمه ورځ خپور شو، ویلي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې خبریالانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې اوښتې ده.
په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۸ ز کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون چې مرکز يې په بروکسل کې دی، په خپل راپور کې ویلي، په ۲۰۱۷ ز کال کې په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۸۲ و.
په دغه راپور کې د افغانستان د وژل شویو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر تر ټولو ډېر یاد شوی چې شمېر یې ۱۶ ته رسېږي.
دغه فدراسیون چې په ۱۹۹۰ ز کال کې تاسیس شوی، له هغه وخته یې د خبریالانو د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېر شمېر په ۲۰۰۶ ز کال کې ثبت کړی چې ۱۵۵ کسانو وژل پکې ثبت شوي وو.
په ۲۰۱۸ ز کال کې له افغانستان وروسته د مکسیکو نوم یاد شوی چې ۱۱ تنه او بیا له هغې وروسته سوریه ده چې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پکې وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونه د دغه لېست په شپږمه درجه کې دي چې د وژل شویو خبریالانو شمېر یې پنځو ته رسېږي. پاکستان او سومالیا هم په ورته حالت کې دي.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په دغه راپور کې تر ټولو کړکېچنه قضیه، د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي وژنه یاده شوې ده.
نوموړي خبریال واشنګټن پوسټ ورځپانې سره کار کاوه او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سخت منتقد و چې د تېرې اکټوبر په دویمه د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر فیلیپ لیروټ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، خبریالان له دې کبله په نښه کېږي، چې هغوی د پېښو شاهدان دي. دا کار په تېره بیا په هغو ځایونو کې ډېر رامنځته کېږي چې هلته خود سانسوري ډېره وي.
د دغه فدراسیون مشر وایي، تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې له هرو ۱۰ خبریالانو څخه د ۹ تنو د وژلو قضیه یې بې مجازاتو پاتې شوې ده.
بلخوا د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي، په روان میلادي کال کې د وژل شویو خبریالانو نیمایي برخه یې په قصدي ډول په نښه شوې ده.