امریکا دې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه مسوولانه چلند وکړي. یوه چینايي ديپلومات ویلي امریکا په دې وروستیو کې ګنګوسې خپرې کړې چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. دده په خبره امریکا ته په کار ده چې د افغانستان د مسایلو پر وړاندې بې پروايي و نه کړي او د خپلو ځواکونو د ایستلو یا حضور په اړه مسوولانه چلند وکړي. لي جان ژو ویلي چې تر هر څه وړاندې باید د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسېږي، جګړې کابو کړل شي، ترهګرې ډلې له منځه یوړل شي او په سیمه کې ثبات رامنځ ته شي. هغه د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. د ژو په خبره که په افغانستان کې ترهګر پياوړي کېږي نو تر ټولو لومړی یې ګاونډیو هېوادونو ته زیانونه اوړي. دغه چینايي ديپلومات پر پاکستان هم غږ کړی چې د ترهګرو ضد اقدامات وکړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. دده په وینا که په افغانستان کې جګړه ختمه نه شي نو تر ټولو ډېر زیان به یې پاکستان ته واوړي.