د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلورډا د هیلکوپټر لرونکي ګارد یو پنځوس کسیز ګروپ افغانستان ته لېږل کېږي او هلته به د ترهګرۍ ضد جګړې او د افغان پوځیانو په روزنه کې مرسته کوي. امریکايي رسنۍ وایي چې په دې ګروپ کې پنځوس پيلوټان شامل دي او له ځان سره به ځینې چورلکې هم افغانستان ته وړي. دغه ګارد تر دې وړاندې په عراق، افغانستان او کویټ کې هم دندې ترسره کړې دي. افغانستان ته د امریکايي پوځيانو د یوه ګروپ د رالېږل کېدو خبره داسې مهال کېږي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو ګنګوسې هم خپرې شوې دي. تر دې وړاندې امریکایي سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چې له افغانستان خپل نیمايي عسکر وباسي. سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې ټرمپ په رسمي توګه د عسکرو د وتلو امر نه دی کړی.