د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې له افغانانو سره مرستې وکړي. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له غړو هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي. د سرچینې په وینا په افغانستان کې وروستیو جګړو، نا امنیو او وچکالیو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي او د یاد سازمان د غړو لاسنیوي ته اړتیا لري. د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې له هرې ممکنې لارې دې افغانستان ته خپل بشردوستانه کمکونه ورسوي. تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو ادارو پر مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غږ کړی و، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي. طالبانو او افغان حکومت هم پر مرستندویه موسسو غږ کړی چې افغانانو ته خپلې مرستې ورسوي او دوی به په دې برخه کې همکاري ورسره کوي.