نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ځينو ولایتونو لکه خوست او ننګرهار کې د امریکا د مرکزي استخباراتو په ادارې (CIA) پورې اړوند افغان جنګیالي فعالیت کوي. د سرچینې په وینا دغه اداره یادو کسانو ته وسلې، پیسې، مهمات او روزنه ورکوي. ورځپاڼې ویلي چې په سي ای اې پورې اړوند دغه کسان شپني عملیات کوي، عام افغانان شکنجه کوي او وژني یې. نیویارک ټایمز ليکی چې یاد وسله وال بشري او د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کوي او د امریکا د استخباراتي ادارې په امر او لارښوونه شپني ځمکني او هوايي عملیات ترسره کوي. ددغه ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې تر دې دمه لسګونه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې همدا تېره ورځ په پکتیا کې هم د ملکي وګړو پر کور هوايي برید شوی او د یوه قومي مشر محمد نعیم په ګډون د هغه د کورنۍ څو غړي وژل شوي دي. د خوست او ننګرهار اوسېدونکو هم په ځلونو ددغه ځواکونو د غیر قانوني او غیر انساني کړونو د درولو غوښتنه کړې ده.