د کورنیو چارو وزارت وایي دوی د کابل ښار د امنیت لپاره نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی او دغه پلان یې په ۱۱مه امنیتي حوزه کې تطبیق کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې پلان په ۱۱مه امنیتي حوزه کې مثبته نتیجه لرلې ده نو د ښار په نورو حوزو کې به هم عملي شي. دده په وینا د پلان له مخې به په سیمو کې ځای پر ځای شوې پوستې ټولېږي خو پر ځای به یې سیارې ګزمې پیل شي. نصرت رحیمي زیاته کړې چې د کابل ښار د امنیت تامین د کورنیو چارو وزارت د دندو لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې پراخ کار پيل کړی دی.