د سیمې هېوادونو درک کړې چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د طالبانو او ایراني چارواکو د لیدنې په اړه وايي، د افغانستان د ستونزې دحل یوازینۍ لار د سولې مذاکرات دي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا د ایران په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو دا درک کړې چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده، نو ځکه ټول هڅه کوي چې تر خپلې وسې په دې پروسه کې همکاري وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي، دوی د ټولو هېوادونو له هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانان سولې ته نږدې کولی شي. طالب استازو د یکشنبې په ورځ ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تر ډېره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د زمینې پر برابرولو بحثونه شوي دي.