د رسنیو د راپورونو له مخې عباس عراقچي به کابل ته راځي او دلته به له افغان چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. سرچینه کاږي چې عراقچي به همدا راز د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ښه والي هم خبرې وکړي. دغه ایراني چارواکی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې تېره اونۍ د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار هم افغانستان ته راغلی و. هغه دلته له افغان چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې وکړې وي. په ورته وخت کې طالبانو هم ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي. طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ایران ته خپل سفر تایید کړی دی او په وینا یې په دې سفر کې د سولې او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.