په کابل ښار کې یو شمېر معلولین وایي، د تېرو پنځو مياشتو حقوق يې نه دي ورکړل شوي؛ خو اړوند وزارت بيا وايي چې ډېر ژر به دغه حقوق ورکړل شي. د معلولينو د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت پر مهال هر معلول ته په کال کې ٦٠ زره افغانۍ د حقوقو په توګه ورکول کېدې خو اوس دغه کچه ٣٦ زره افغانيو ته ټيټه شوې ده. دوی وایي چې د وري، غويي، غبرګولي، چنګاښ، زمري او وږي مياشتو حقوق يې ترلاسه کړي خو د تلې، لړم، لېندۍ، مرغومي او سلواغې مياشتې حقوق يې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي. يادو او يو شمېر نورو معلولينو له حکومته غوښتنه وکړه چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حقوق يې باید پر وخت ورکړل شي. بلخوا، د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وايي چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۸۵ زره معلولین، کونډې او یتیمان راجستر شوي دي.



































