د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون وايي، د ټاکنو کمیسیون په ښکاره توګه اساسي قانون نقض کړی دی. د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قانون له مخې ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شي او د اساسي قانون تر پښو لاندې کول او د هغه نقض د منلو وړ نه دی. دغه کمیسیون د ټاکنو پر کمیسیون غږ کړی دی چې د ټاکنو ځنډولو لپاره باید خپل قانوني دلایل وړاندې کړي چې له دې پرته د ټاکنو ځنډ د اساسي قانون نقض دی او دا خلکو ته د منلو نه ده. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم رسنیو ته ویلي چې د ټاکنود ځنډ په اړه باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل قانوني دلایل وړاندې کړي وای. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې ویلي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د راتلونکي کال د سرطان په ۲۹مه نېټه ترسره کړي. ارګ او یوناما ددغه پرېکړې هرکلی کړی دی.