د هېواد د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند د ولسمشرۍ ټاکنو پر ځنډ غبرګون ښودلی دی. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د سالمو او پر خپل وخت ټاکنو ترسره کېدل د ډیموکراتیک نظام اساسي ستنې جوړوي، چې پر هغو تیری کول به د جمهوري نظام پر بدن لوی داغ ولګوي. سرچینه کاږي، هر هغه کړنه، چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ترسره شي، د هېواد د شریفو خلکو پر حقوقو تیری ګڼل ګېږي. سرچینه لیکي د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډیدو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستی تصمیم د حکومتي کړیو د فشار له مخې نیول شوی، چې پر خپلواکو ملي بنسټونو باندې د خلکو د پراخې بې باورۍ سبب شوی دی. سرچینې زیاته کړې د دې ټاکنو ځنډیدل د اساسي قانون له حکمونو سره په ښکاره ډول په ټکر کې دي. له توقع څخه لرې د جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډیدو لپاره قانوني او منطقي توجیه نه ده وړاندې شوې، چې کولی شي هېواد له جدي بحران سره مخامخ کړي. په اعلامیه کې راغلي، هغه تصمیمونه چې د انتخاباتي اصلاحاتو په شمول د ټاکنو د بهیر په اړه نیول کېږي یوازې هغه مهال به د لازم مشروعیت لرونکي شي، چې له ګوندونو، سیاسي جریانونو او د جمهوري ریاست له نوماندانو سره په هر اړخیزه سلا مشوره او همغږۍ کې ونیول شي. د اعلامیې په وروستۍ برخه کې راغلي، د دې مواردو په یادولوسره، د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر د دوام په اړه د ټاکنو د کمیسیون له پریکړې څخه هرکلی کوي خو که داسې نه وي نو دا ځنډ د قانون خلاف او هیچا ته د منلو وړ نه دی.