د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، سږ کال د ژمي د سختې یخنۍ له امله د نورو موسمي ناروغیو ترڅنګ په دغه روغتون کې د سینه بغل د ناروغانو شمېر هم زیات و. د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر ميرويس عبيدي وایي، چې هره ورځ دې روغتون ته شاوخوا سل تنه داخله ناروغان او ۳۰۰ پر سينه بغل ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل کېږي. نوموړی زیاتوي، هڅه کوي، چې ناروغانو ته ټول روغتیايي خدمات پر وخت او وړیا وړاندې کړي. دی وایي، چې د هرات په ولسواليو کې سم روغتيايي خدمات نشته، نو له همدې کبله یې د مراجعینو شمېر ډېر دی. بلخوا يو شمېر کورنۍ چې ماشومان يې په دغه روغتون کې بستري دي، له شته روغتيايي خدمتونو څخه خوښ دي.





























