په سویس کې د افغانستان د پیسو د امانتي صندوق د بورډ یو غړی شاه محمد محرابي وایي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې شوې دي. محرابي وايي، د دوهم ځل لپاره د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالرو شتمنۍ په اړه چې، دغه صندوق یې چارې سمبالوي، پر مختلفو لارو خبرې وکړې چې، په څه ډول کېدای شي هغه د پولي ثبات سره سم ولګول شي. دغه پیسې چې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شوې اووه ملیارډ ډالره شتمنۍ نیمایي برخه وه، تېر کال ازادې او دې امانتي صندوق ته ولېږدول شوې. هغه زیاته کړه، اساسي طرحه دا ده چې، د پولي ثبات لپاره د کومو لازمو اصولو لهمخې او د کومو بالقوه اهدافو لپاره د دغه امانتي صندوق پیسې لګول کېدای شي. محرابي ویلي، د ده په باور دغه پیسې به یوازې د پولي ثبات د ټینګښت او د افغانستان د اسعارو د نرخ د بېثباتۍ د کمولو لپاره ولګول شي. د دغه امانتي صندوق غړیو ویلي، له کله چې دغه پیسې له ازادېدو وروسته د امریکا د مالیې وزارت یوه ځانګړي حساب او له هغه وروسته سویس ته انتقال شوي، تر اوسه یې اویا ملیون ډالره ګټه کړې ده.



































