سرپل کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. د یاد ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني وویل چې دا امنیتي سرتېرې تېره شپه د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ او د سرپل مرکز اړوند د روستای قشقري سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي. هغه وویل، تېره شپه اووه بجې وسله والو طالبانو په صیاد ولسوالۍ کې د تېلو زخیرو نیولو په موخه برید کړی و چې له امله یې تر شلو ډېر ملي او سیمه ییز پولیس، ملي امنیت او محافظت عامه سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. هغه وویل طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي، خو ده یې په اړه دقیق معلومات نه لرل. په ورته وخت کې طالبانو بیا د سرپل ولایت د تېرې شپې په جګړه کې د شااوخوا ۵۰ امنیتي سرتېرو وژلو ادعا کړې ده.