پر ټاکنو د څار بنسټونو اتحادیه وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدل له اساسي قانون سره په ټکر کې دی او بدې پایلې به ولري. د دې ټولنې لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدل به هېواد له نوي بحران سره مخ کړي چې د دې بدو پایلو پړه به د حکومت او ټاکنو کمیسیون پر غاړه وي. یادې ټولنې د ټاکنو د ځنډ په اړه خپله ژوره خواشیني ښودلې او دا یې د افغانستان د ځوانې ډموکراسۍ پر لمن تور داغ بللی دی. دوی دغه راز حکومت او د ټاکنو کمیسیون په تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې په بې کفایتۍ تورن کړي او ویلي یې دي، د ولسي جرګې ټاکنو کې ګډوډیو دا وښوده چې یاد کمیسیون بې کفایته دی او د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نه لري. اعلامیه کې دغه راز راغلي، دوی د موجه دلایلو له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر د دوام او ټاکنو د ځنډ په اړه د کمیسیون له پریکړې هرکلی کوي خو که داسې نه وي نو دا ځنډ د قانون خلاف دی چې د بدو پایلو پړه به یې د حکومت او ټاکنو کمیسیون پر غاړه وي.