د ولسمشریزو ټاکنو د درې میاشتني ځنډ له اعلان وروسته د افغانستان د خلکو محور ګوند وایي، دا تصمیم د حکومت له لوري نیول شوی او موخه یې داده، مخکې له دې چې د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحات راشي دوی په خپله خوښه ټاکنې مهندسي کړي. د یاد ګوند له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د خلکو محور اعلانوي چې دا تصمیم د ټاکنو او د اساسي قانون د ۶۱مې مادې سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی. اعلامیه کاږي، که چیرې په ټاکنو کې ځند رښتیا هم د سولې د تامین په هکله وای په هغه صورت کې د لوړو ملي ګټو په خاطر د ګذشت امکان موجود وو، خو پرته له دې دا چاره د قانون نقض دی او دوی به هیڅکله ورته اجازه ورنه کړي. اعلامیې په تېرو ټاکنو کې پر ګډوډیو د نیوکو تر څنګ، په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو پر راوستو، د بایومټریک سیستم څخه بشپړې استفادې ته د زمینې پر برابرولو، د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسره کولو هم ټینګار کړی دی.