اجراییه ریاست د طالب استازو او ایراني چارواکو ترمنځ وروستۍ لیدنې ته په اشارې وایي، د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع د لا پیاوړتیا په حال ده. د یاد ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون، په تهران کې د ایراني چارواکو او طالب استازو تر منځ لیدنه د هغو سیمه ییزو هڅو یوه برخه بولي چې په ترڅ کې یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرېږي. نوموړي زیاته کړې افغان حکومت د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې له مخې یې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅول کېږي. خوځون وایي، حکومت هیله مند دی چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پېلېدو په برخه کې به د ایران هڅې مثبتې پایلې ولري. د یادونې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالب استازي په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل او د افغان سولې په ګډون یې پر یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.