د سولې عالي شورا هیله څرګندوي چې د افغانستان له لوري به د سولې د خبرو اترو لپاره یو پلاوی سعودي عربستان ته ولېږي. د یادې شورا ویاند سید احسان الله طاهري وایي، دوی یو پلاوی په دې هیله سعودي عربستان ته لېږي چې د سولې خبرو کې ګډون وکړي. یاده شورا دا هیله مندي په داسې حال کې ښیي چې په دې وروستیو کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا په سعودي کې له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار کړی دی. ویل کېږي په دغه ناسته کې به د کوربه هېواد سعودي ترڅنګ د امریکا، متحده عربي اماراتو، پاکستان او طالبانو استازي برخه ولري. ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې به د روانې جنوري میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شي.