ډېرو سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پرېکړه غیر قانوني بللې ده. دوی وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له قانون سره په ټکر کې اقدامات ترسره کوي او په دې سره په هېواد کې نوې ستونزې جوړوي. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند حنیف اتمر وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه د حکومتي ادارو د فشار له امله کړې ده. دده په خبره، د حکومت په غوښتنه دغه ډول پرېکړې کول د ټاکنو کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۳۹۸ کال د جوزا په لومړۍ نېټه د اوسني حکومت قانوني موده ختمېږي او تر هغه وروسته خپل کار ته ادامه نه شي ورکولی. د اتمر په خبره، که حکومت تر یادې نېټې وروسته خپلې دندې ته ادامه ورکړي، نو په هېواد کې به ولسواکي زیانمنه کړي او یو نوی بحران به رامنځته شي. هغه پر ګوندونو او سیاسي څېرو غږ کړی چې د حکومت د دغه غیر قانوني کړنو مخه ونیسي او د واک مودې تر ختمېدو وروسته دې رامنځته کېدونکې تشه ډکه کړي.
بل پلو د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د خلکو محور ګوند هم د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه غیر قانوني بللې ده. د یاد ګوند په خبرپاڼه کې راغلي، حکومت غواړي ټاکنې په خپل زړه مهندسي کړي، نو ځکه یې د ټاکنو د ځنډولو سپارښتنه کړې ده. یاد ګوند ویلي، د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه د اساسي قانون له ۶۱مې مادې سره په ټکر کې ده. دوی غوښتنه کړې چې حکومت دې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه نوره بنده کړي او په دې توګه دې ولسواکي نه زیانمنوي. په خبرپاڼه کې راغلي، که د ټاکنو ځنډ د سولې لپاره وي، نو خلک یې زغملی شي، خو که داسې نه وي، نو د قانون نقض ته اجازه نه شي ورکولی.
بل لور ته پر ټاکنو د څارونکو بسټونو ټولنه بیا وايي چې د ټاکنو د ځنډ په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون توجیهات غیر قانوني او د منلو نه دي. د دوی په خبره، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلونکې ټاکنې وځنډوي، نو خلک به پر ټاکنو بې باوره کړي، قانوني ستونزې به رامنځته کړي او په افغانستان کې به تازه رامنځته شوې ولسواکي زیانمنه کړي.
دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه او نړیوالو څارونکو بنسټونو غږ کړی چې د افغانستان د ټاکنو او دلته د ولسواکۍ په برخه کې پر روانو مسایلو پټه خوله پاتې نه شي او د افغانانو حقوقو ته دې درناوی وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې ویلي چې راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره کړي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دغه ټاکنې د یاد کال د وري یا حمل میاشتې په ۲۹مه ترسره شي.