کرنې وزارت د ننګرهار له ولايتي ادارې سره د دغه ولايت د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا په موخه، د نږدې ۹۸ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۷۵ شنو خونو، يو سربند او مرغدارۍ د دريو پروژو تړونونه لاسليک کړل.
د کرنې وزير نصير احمد دراني د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې وویل، په دغه ولايت کې د اوبو سربند، شنو خونو او مرغدارۍ په برخو کې د ۹۷ ميليونو، ۸۵۱ زرو او ۲۴۷ افغانيو په لګښت پروژې تطبيق کېږي چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د نوموړي په خبره، د دغو پروژو له تطبيق وروسته به د ننګرهار د ځینو ولسواليو زرګونه کورنۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي او د خلکو په اقتصادي وضعیت کې به مثبت بدلون رامنځته شي.