د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې مثالي امن قایم شوی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، ددغه سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر کړی او هلته یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې وویل، ا.ا د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هیوادو سره ځانګړې اړیکي غواړي، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رغنده تعامل ته ورسیږي. د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان وضعیت مثبت ارزولی او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته یې ډاډ ور کړ، چي نږدې راتلونکي کي به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي عملاً پيل شي، چې په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي .د هغه په وینا، پلاوی به لومړی په بېلابیلو برخو کې اړتیاوې معلومې کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې کوي.





























