وسله والو طالبانو د دریم ځل لپاره له افغان حکومت سره د سولې په تړاو مذاکرات رد کړي او طالب استازو په وروستۍ ناسته کې له ایراني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې. همدې مسئلې د سناتورانو غبرګون هم پارولی دی. ددوی په خبره طالبان د سیمې له هېوادونو سره خبرې کوي خو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو بیا مخ اړوي، چې دا به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي. ددوی په خبره د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې، خو دواړو لورو ته په کار ده، چې له دې وروسته مخامخ خبرې پيل کړي. په ورته مهال د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار وايي، که طالبان د جدې په راتلونکې غونډه کې افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار وکړي باید افغان پلاوی په یاده غونډه کې ګډون ونه کړي.