له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره هغه تلګلاره کار نه ورکوي چې امریکا په عراق کې ترې استفاده وکړه. نشنل انټرسټ نشریه لیکي، د افغانستان او عراق حالات ډېر توپیر لري، نو امریکا دې تر ډاډه کېدو وړاندې د سرتېرو د ایستلو پر تګلاره فکر نه کوي. ددغه نشریې په مطلب کې راغلي، چې په عراق کې ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه نه کوله، پوځ له مفسدو کسانو پاک شوی و، خلک د فتواوو او دیني علماوو په مرسته له جګړو را ګرځول کېدل او د یوه مرکزي حکومت د جوړولو لپاره هڅې روانې وې. په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې بیا دا هر څه توپیر لري، ځکه په دغه هېواد کې ګاونډیان لاسوهنه کوي، په پوځ کې فساد موجود دی، فقر اوج ته رسېدلی دی، حکومت په ټولو برخو واک نه لري او د ملي یووالي حکومت نه دی بریالی شوی چې د خلکو غوښتنې پوره کړي. نشریه پر امریکا غږ کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي. د نشنل انټرسټ په باور له دې پرته به د سرتېرو ایستل د امریکا او سیمې په زیان وي.