په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي، د شفافو ټاکنو ترسره کېدو په هدف باید په انتخاباتي کمیسیونونو کې پراخ اصلاحت راشي او د اوسني تشکیل پرځای غیر سیاسي او باتجربه کسان وګومارل شوي، څو پر یاده پروسه د خلکو تللی اعتماد بیرته را ژوندی شي. دده په خبره ټاکنې د ولسواکۍ او ولسواکو نظامونو بنسټ دی او په دې برخه کې هر ډول ستونزې به ولسواکي او د خلکو غوښتنې له زیانونو سره مخ کړي. د امریکا سفیر داسې مهال په دغه کمیسیون کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پراخو درغلیو تورن شوی دی. د ولسي جرګې ګڼ غړي هره ورځ په خپلو څرګندونو کې پر دغه کمیسیون تور لګوي چې د خلکو رایو ته یې درناوی نه دی کړی او د ځينو نوماندانو په پلویتوب یې درغلي کړې ده. ټاکنو کمیسیون بیا دغه ادعاوې ردوي.