د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي کیم جونګ اون ژمنه کړې چې هېواد به یې له دې وروسته اټومي وسلې نه ازمويي او نه به یې په تولید لاس پورې کوي. دده په خبره شمالي کوریا که له اټومي فعالیتونو لاس واخلي نو په سیمه کې په یوه اقتصادي پوتانشیل د بدلېدو وړتیا لري. ټرمپ ویلي چې دی به هم ځان تیار کړي څو د شمالي کوریا له ولسمشر سره وګوري. د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې غواړي د اټومي مسایلو په اړه ورسره له نږدې خبرې وکړي. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د کیم جونګ اون او ټرمپ د بیا ځلې لیدنې لپاره هڅې روانې دي.