د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې له بې وزلۍ سره د مبارزې او د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د حرفوي پروګرامونو او د حرفوي زده کړو د پراخولو اړتیا ده. د دغه وزارت مرستیال د “افغان کوریا” له تعلیمي او مسلکي مرکز څخه د ۴۰۰ تنو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې هیله څرګنده کړه، چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ به وکولای شي په هېواد کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره او پراخه کړي. په دې مراسمو کې یو شمېر ګډونوالو وویل، دوی چمتو دي چې په هېواد کې د مسلکي زده کړو د پراختیا او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې د افغان کوریا له انستیتوت سره همکاري وکړي. د افغان کوريا د تعليمي مرکز مسوولينو هم ټينګار وکړ چې د مسلکي زده کړو له پراختيا پرته د هېواد اقتصادي پرمختګ ناشونى دى. اوس مهال په افغانستان کې داسې ادارې کمې دي چې د بېلابېلو مهارتونو او مسلکونو د زده کړې زمینه برابروي.



































