د رسنیو د راپورونو له مخې تېر کال د امریکايي ځواکونو لپاره د وړم کال په پرتله خونړی کال و او ددغه هېواد ۱۲ عسکر په افغانستان کې ووژل شول. په افغانستان کې دمګړی تر ۱۴ زره پورې امریکايي عسکر فعالیت کوي. په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو مطبوعاتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دوی تر ډېره د جګړې په ډګر کې په مستقیمه توګه فعالیت نه کوي نو ځکه یې د مرګ ژوبلې کچه د افغان ځواکونو په پرتله کمه ده. امریکايي ځواکونو دا هم ویلي، چې یوازې دداعش او القاعدې ضد عملیاتو کې امریکايي ځواکونو په مستقیمه توګه برخه اخلي. تېر میلادي کال بیا د افغان ځواکونو او عامو افغانانو لپاره خونړی کال و. سره له دې چې دلته روانه جګړه بهرني اړخونه لري خو ټول تلفات یې افغانانو ته اوړي.