ځینې ایراني رسنیو د عربي الجدید په نامه یوې قطرۍ ورځپاڼې په حواله لیکلي چې امارات او سعودي عربستان غواړي د افغانستان د سولې په مسئله کې مهم رول ادا کړي. د سرچینې په وینا له همدې امله متحده عربي اماراتو په بېلو نومونو د پاکستان مرکزي بانک ته ۳ میلیارده ډالر ورکړي دي او له پاکستان یې غوښتي چې پر طالبانو فشارونو ته ادامه ورکړي. په مطلب کې راځي له پاکستان غوښتل شوي چې پر طالبانو دې فشار ته ادامه ورکړي او دوی دې وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. پاکستان او یا هم متحده عربي اماراتو تر اوسه د عربي او ایراني رسنیو ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي. ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بل پړاو په جده کې ترسره شي. هڅه کېږي په دغه کنفرانس کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې وشي، خو طالبانو لا وار د مخه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي.